Duration 6:12

په ننګرهار کې د انعکاس تلوېزيون د خبريالې ملالۍ ميوند د جنازې مراسم Bahrain

36 648 watched
0
309
Published 10 Dec 2020

په ننګرهار کې د انعکاس په نوم د يوه خصوصي تلوېزيون خبرياله او موټر چلوونکی يې په يوه وسله وال بريد کې ووژل شول. چارواکي وايي، یاده خبریاله له کوره د کار ځای پر لور روانه وه چې وسله والو پرې ډزې وکړې. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار اووه بجې او لس دقيقې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند عربانو ګلایي سيمه کې د ملالۍ ميوند پر موټر ناپېژندو وسله والو ډزې وکړې. دی وايي، په دغه بريد کې ملالۍ ميوند او د نوموړې موټر چلوونکی طاهر خان ووژل شول. د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل هم وايي چې د پېښې له ځايه ورته دوه جسدونه انتقال شوي چې يوه يې ملالۍ ميوند او بل هم يو نارينه دی. انعکاس تلوېزیون هم پر خپله ټويټرپاڼه دغه پېښه تاييد کړې ده. تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د یاد بريد مسووليت نه دی منلی. share support subscribe !! subscribe: www.youtube.com/pajhwokafghannews Follow us on the linkدs below: https://www.facebook.com/pajhwoknews/ www.instagram.com/pajhwok https://twitter.com/pajhwok www.pajhwok.com  video@pajhwok.com mobaile : 0093770464141

Category

Show more

Comments - 22